ایکنانیوز= د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په هغه کتنې کې چې په ۱۳۹۹لمریز کال دسلواغې په میاشتې کې ئې داهل بیت علیهم السلام له مداحانو سره ترسره شوي، دحضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د شخصیّت په باب وفرمائيل؛ دبجي دتربیّت په ډګر کې ، له خاوند سره د ملګرتیاپه ډګر کې ، په ګډو ډګرونو کې او په هغو ځایونو او کارونو کې چې د سړي او ماندنې ترمینځ مشترک دي ، دخدای دبندۍ په څير، دخداي د بندۍ په څیر سترې دندې ، دحضرت فاطمة الزاهرا سلام الله علیها وضعیّت یو ډیر حیرانونکی او مهم وضعیّت دی . حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام وائي ،دجمعې شپې تر سهار پورې زما مور ویښه وه. عبادت ئې کاوه، هروخت دهغې غږ مو آورید، لیدل مو چې دنورو لپاره دعا کوي ، سهار مو ورته ووئيل، مورې !د نورو لپاره دعا وکړه ، د ځان لپاره دې دعا ونه کړه . وې فرمائيل، زویه ! الجارَ ثُمَّ الدَّار(۲) دا درس دی.
بس نورو ته دعا کول دومره اهمیّت لري چې حتی که د ّځان او یا د خپلو بچیانو لپاره دعا هم ونه کړې او چې د نورو مومنانو او اسلامی امت لپاره دې د خداي په درګاه کې دعا وکړه ،نو دا ته وا چې خپل ځان او خپلو اولادونو لپاره دې کړي وي.